په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''د امریکا او پاکستان اړیکي به نور هم خراب شي''

د امریکا ځینو کانګریسي غړو له بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په لیست کې د حقاني شبکې د اضافه کولو غوښتنه کړې ده.

دوی په یوه لیکل شوي لیک کې ویلي چې پاکستاني مېشتې دغې شکبې افغانستان کې د امریکا ګټو ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.

پاکستان کې سیاسي شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، که چېرې حقاني شبکه د ترهګر په لیست کې شامله شي، شایي دا ثبوت رامنځ ته شي چې نورې خبرې ممکنې نه دي.