په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وژنې او د سولې پر بهير يې اغيز

ارسلا رحماني چې کلونه ، کلونه د افغانستان په جهاد کې بوخت پاتې شوى و، د طالبانو پر مهال د لوړو زده کړو مرستيال وزير و، او په افغانستان کې د اوسني نظام له راتلو وروسته د افغان دولت سره نژدې پاتې شوى.

نوموړي تر ډېره د طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د منځگړي په توگه دنده هم ترسره کړې ده.

د ډېرو په باور د ښاغلي رحماني وژنه د افغان حکومت له لوري د سولې هلو ځلو ته يو ستر ګوزار دی.

د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني له وژنې وروسته ښاغلی رحماني د دغې شورا دوهم جګپوړی چاوراکی دی چې په پلازمېنه کابل کې وژل کېږي.

دا چې د ده د وژنې تر شا څه عوامل کېدای شي او د سولې پر بهير به يې اغېزې څه وي؟

دا ټولې پوښتنې امان الله عطا عمران په يو لنډ بحث کې د افغانستان د ولسي جرګې له غړي ميرويس ياسني چې لندن سټوډيو ته راغلی و، او د ولسي جرګې پخواني غړي او سياسي چارو څېړونکي داود سلطانزوی څيړلي دي.

لومړی ښاغلي ياسيني د ښاغلي رحماني د وژنې پر اغېز غږېږي.