په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانه غرختونکې د ایټالیا الپ غرونو سر ته ختلې

یوه افغانه غرختونکې نجلۍ د ایټالیا د آلپ غرونو سرونو ته ورسېدله.

د نړۍ غرونو لوړو څوکو ته ختل ګران کار دی چې ډیر لږ غر ختونکي هغو ځایونو ته رسېدلی شي.

خو صدیقه نورستاني هغه افغان مېرمن ده چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د نجونو په استازیتوب دغسې کار ته مخه کوي.

دا نولس کلنه ده او وایي هیله لري د نړۍ تر ټولو د لوړ غره ایوریست څوکې ته هم وخېژي.

فریبا ظاهر په کابل کې له دغې افغان ښځینه غر ختونکې سره په مرکې کې لومړۍ پوښتلي چې څنګه یې دې کار ته زړه ښه کړ؟