په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له افغان سرتېرو سره په گزمه کې

په هلمند کې د جگړو پخوانى زور نشته خو د کوکنارو کر هماغسې روان دى او خلکو بي بي سي ته ويلي چې طالبان ترې خپله ماليه اخلي.

يوازې په نادعلي ولسوالۍ کې ٢٠٠٠ جريبه ځمکه په کوکنارو پوښلې ده. د بيا رغاونې او کاري امکاناتو نشتوالي په خلکو کې هغه هيلې چې د سولې له راتگ سره تړلي وي، نه دي غوړولي. او سوله هم، لکه هغسې چې په کار ده نشته.

په ډېرو ولسواليو کې يې لا هم بهرني ځواکونه د تيارسئ پر حالت دي او هلته چې امنيت د افغانانو خپل مسووليت دى، د چارو انځور تر دې ډېر توپير نه لري.

زموږ همکار جعفر هاند د افغان او برتانوي ځواکونو په يوه ځمکنۍ گزمه کې له هغوى سره په نادعلي کې گرځېدلى دى. هغه څه يې چې ليدلي په دې رپوټ کې راټول کړي دي.