په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لندن کېبل گاډى

د لندن په زړۀ کې د بهيدونکي تيمز سين د پاسه د کېبل گاډو ازمېښتي تگ راتگ پيل شو.

د لندن د ترانسپورت څانگه دا نه وايي چې کله به يې کار بشپړ او رسمآ پيل شي.

د روان ميلادي کال د جولاي په ٢٧ مه نېټه د اولمپيک لوبې پيليدونکي دي، که څه هم دا کېبل گاډى د اولمپيک د ترانسپورت سره تړاو نه لري خو ډير لندنيان په دې هيله دي چې تر لوبو وړاندې به چمتو شوي وي.