په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اولمپيک مشعل برتانيا ترلاسه کړ

په يونان کې د اولمپيک مشعل د برتانيا شهزادگۍ ان ترلاسه کړ او ورسره رسمآ د لندن د ٢٠١٢ کال اولمپيک مسوولينو ته د مشعل چارې وسپارل شوې .

د ملکې لور شهزادگۍ ان د لندن اولمپيک په استازيتوب مشعل ترلاسه کړ.

د انگلستان مشهور فوټبال لوبغاړى ديويد بيکهم او د لندن ښاروال بوريس جانسن به د اولمپيک له مشعل سره د جمعې په ورځ برتانيا ته ستنيږي.

دا مشعل په ٧٠ ورځو کې د برتانيا په لروبر کې ٨٠٠٠ مايله مزل کوي او وروستى پړاو به يې په لندن کې د اولمپيک لوبغالى وي.