په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ناټو له سرمشريزې د افغانستان غوښتنې

د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي له ناټو غوښتي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته هم په اړينو برخو کې له افغان پوځ نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ستر جنرال کريمي چې شيکاگو کې دناټو د جوړيدونکې سرمشريزې په درشل کې غږيده، د پوځ د مالي تمويل، هوايي ملاتړ، ښوونې او روزنې او سمبالولو مسالې يادې کړې.

اټکل کيږي چې د ناټو غړي هيوادونه د شيکاگو په سرمشريزه کې چې سبا (د مۍ ۲۰) جوړيږي، له ٢٠١٤ کال وروسته له افغان امنيتي ځواکونو سره د مرستې په برخه کې تازه ژمنې وکړي.

د افغانستان لوى درستيز سره مو په دې اړه مرکه کړې، نوموړی لومړى پر هغو غوښتنو غږيږي چې دوى يې په شيکاگو کې د ناټو له مشريزې لري.