په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"په وتلو کې بيړه نه کوو"

د ناټو سرمنشي وايي ډاډمن دى چې کله نړيوال ائتلاف افغانستان پرېږدي، نړيواله ټولنه به بيا هم اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي.

د شيکاگو سرمشريزې له پرانستې مخکې ښاغلي راسموسن په خپلو خبرو کې هوډ څرگند کړ چې دوي به خپل ماموريت په بريالتوب پاى ته رسوي.

ښاغلي راسموسن وويل چې وتلو کې به بيړه ونه کړي.