په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانستان د بدلون لسيزې ته ور ننوځي"

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يو گډ خبري کنفرانس ته د وينا پرمهال، ښاغلى اوباما وويل ناټو پوره ډاډ لري چې افغانستان کې پرسمه لار درومي.

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامدکرزي ويلي دي، په ٢٠١٤ کال له افغانستانه د خپلو ناټويي ملگرو د عسکرو وتلو ته پوره ژمن دى. څنگه چې ده وويل، نه غواړي چې افغانستان دې نور په نړيوالو ټولنه کې د خپلوملگرو د اوږو پيټى پاتې شي.

ښاغلي کرزي دارنگه وويل افغانستان پر خپلو راتلونکو دندو او هغو اړتياو پوهېږي چې له مخې يې د يوه سوله ييز، باثباته او پر ځان بسيا افغانستان موخه ترلاسه کېدى شي.