په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان-افغانستان په اړيکو کې اقتصاد څومره رول لوبولی شي؟

د پاکستان او افغانستان تر منځ د کلني رسمي سوداګرۍ تخمين ١.٥ میليارده ډالره دی.

د واړه هېوادونه يو له بل سره لويه تجارتي راکړه ورکړه د تورخم او چمن له لارو کوي.

پر دې سر بېره د دواړه هېوادونه ترمنځ د لسگونو نورو سرحدي لارو نه هم سوداګريز مالونه تبادله کيږي.

د پاکستان په ګډون سيمه یيز هېوادونه سرحدي تجارت ته د ودې ورکولو غوښتنه کوي.

څېړونکي هم وايي چې د دې ګاونډيانو ترمنځ د تجارت د پراخېدو ډېر امکانات شته خو پر يو بل بې باوري په دغه پرمختگ کې لوى خنډ دى.

محمد زاهد د دواړو هېوادو تر منځ د اړېکو په ښه کېدو کې د سوداګرۍ رول ته کتنه کړې ده .