په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايا په شرطونو سوله کيږي؟

د ناټو کنفرانس په پای کې په يوې خپرې شوې اعلاميې کې په دې تاکيد شوى دى چې د خوندي او با ثباته افغانستان لپاره يوه سوله یيزه پروسه اړينه ده، خو ويل شوي دي چې افغانان بايد د دې پروسې مشري ولري.

د ټولو افغانانو د حقه ښکارندوي وکړي، اعلامیې کې په دې تاکېد شوى دى چې هر ډول روغې جوړې کې د افغانستان واکمني، ثبات او يووالى په پام کې وي او د افغانستان اساسي قانون ته په کې درناوى وشي.

د ولسي جرگې پخواني غړي او د سياسي چارو له شنونکي ډاکټر کبير رنجبر نه وپوښتل شول چې د چارو د يوۀ کارپوه په توگه د سولې په هڅو دې تاکيد ته څنگه گوري او ايا په شرطونو سوله کيږي؟