په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوونۍ ځانګړی رپوټ: د افغانانو هیلې او اندېښنې

په افغانستان کې د بي بي سي د بي بي سي د نړيوال سرويس پښتو او فارسي څانګو د خبریالانو له لوري شوې يوه نظر پوښتنه چې له ۱۳۰۰ ډیرو کسانو سره د مرکو پر بنسټ شوې، ښيي چې شاوخوا دوه پر درې برخې خلک د دغه هېواد راتلونکې ته هیله مند دي.

په دوی کې دريمه برخه يې بيا دافغانستان د راتلونکې په اړه نهیلي بریښیي.

خو ډيری پوښتل شوي کسان خپله هيله مندي په دې پورې تړي چې که نړیواله ټولنه په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په خپلو ژمنو ونه دریږي، د دې امکان شته چې دغه هیله مندي په نهیلۍ بدلې شي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف د دې اونۍ په ځانګړې راپور همدغه مسله څیړلې ده.