په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په سياست کې د مېرمنو ونډه

د افغانستان او پاکستان د پارلمان يو گډ اته کسيز پلاوى په سياست کې د مېرمنو پر ونډې، اجباري ودونو او له مېرمنو سره په نورو تړلو موضوع گانو، د غونډو او بحثونو لپاره د برتانیا ته په څلور ورځني سفر راغلی.

دا پلاوى چې د همگټو هېوادنو (کامنوېلټ) د پارلماني اتحادېې سي پي اى په بلنه را غوښتل شوى دى چې د برتانیا د پارلمان له غړو، د مدني ټولنو له استازو او حکومتي چارواکو سره وويني.

دا د خپل ډول لومړنى سفر دى چې د سي پي اى له خوا تنظيميږي او د پاکستان او افغانستان د پارلمان غړي په کې برخه لري.

د دې بحث کوربه عنایت الحق ياسيني دی.