په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له گاونډيانو سره د افغانستان اړيکې: ترکمنستان

د افغانستان په ټولو شپږو گاونډيانو کې ښايي ترکمنستان يوازنى وي چې د دغه هېواد له کورنيو لانجو په څنگ پاتې دى او له هر واکمن رژيم سره يې اړيکي پاللي دي.

ترکمنستان چې له طالبانو سره يې هم نژدې راشه درشه ساتله، له اوسني حکومت سره د غازو د ټرانزيت يوه ستره موافقه لاسليک کړې چې سلگونه ميليونه ډالره ارزښت لري.

د طبيعي زېرمو پرېمانۍ ته په پام سره ترکمنستان له ټولې نړۍ، او په ځانگړي ډول له سيمه ييزو هېوادونو سره د اقتصادي همکارۍ پراخ امکانات لري.

له افغانستان سره يې د اړيکو او همکاريو پر لرليد سپين تڼي دا ځانگړى رپوټ چمتو کړی دى.