په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان لوبغاړې تمې

د طالبانو د رژيم له ړنګېدا وروسته افغانستان کې ګڼې سپورتي لوبې پیل شوې، خو د ښځو ونډه په کې کمه وه. ټینس هغه لوبه ده چې اوس افغان نجونو مینه ورسره ښودلې ده.

"شازيه" هغه افغانه ټینس لوبغاړې ده چې د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې یې دې لوبې ته مخه کړې، او تمه لري چې هېواد یې په ټینس لوبه کې نړیوالیو سیالیو ته لار ومومي.