په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نيمګړى يم، خو نهيلى نه

Image caption هغو ښوونځیو کې چې پښتو ژبه نه تدریسیږي ښاغلى مجرم تر خپله وسه زده کوونکو ته پښتو ورښايي.

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه - زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم

وايي د ژوند په خوند او رنګ هغه څوک ښه پوهېږي چې له ژونده راضي وي او هیله ژوند بولي.

د همداسې کسانو له ډلې په لرې پښتونخوا کې یو هم لیکوال او شاعر عبدالقادر مجرم دی چې تقدیر ترې غبرګ لاسونه اخیستي دي.

دی وايي: ''مجرمه تا دي یو څه کړي ضرور - هسې یې نه درماتول لاسونه''

ښاغلی مجرم وايي خپل تخلص یې ځکه مجرم غوره کړ چې په ژوندانه کې یې کړې تېروتنې منلي او ځان ورته مجرم ښکاري.

ښاغلی مجرم د پښتو ژبې د ودې لپاره نه یوازې خپلې لیکنې او شعرونه د پښو په ګوتو په کمپوټر کې کمپوزوي بلکې د نورو لیکوالانو لیکنې هم کمپوز او چاپ ته چمتو کوي.

دی په داسې سیمې کې چې په ښوونځیو کې یې پښتو ژبه نه تدریسیږي تر خپله وسه زده کوونکو ته پښتو ورښايي.

زموږ همکار ابراهیم امیري له عبدالقادر مجرم سره د ده د ادبي هڅو او ژوند په اړه مرکه کړي چې دلته يي اوریدی شئ.