هند له برما سره د سوداګریزې پراختیا تړونون لاسلیک کړ

د هند لومړي وزير منموهن سنګهـ له خپل ګاونډي هېواد برما سره د خپلو سوداګريزو اړيکو د پراخولو په نيت يو لړ تړونونه لاسليک کړي دي.

ښاغلی سنګهـ په تېرو پنځه ويشتو کلونو کې لومړی هندي مشر دی چې برما ته سفر کوي.

دی به د سې شنبې پر ورځ په برما کې د مخالفې مشرې ان سان سوچي سره هم وويني.

هند په ځانگړي ډول غواړي چې د برما شتمنو غازي زېرمو ته لار ومومي.