په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هرات لرغونو ودانيو د بيارغونې لپاره د مرستو غوښتنه

د هرات ولایتی چارواکو له سوداګرو او شتمنو وګړو غوښتي چې د لرغونو ودانیو د بیارغاونې په ډګر کې ونډه واخلي.

دوي وایي له بهرنیو مرستندویه موسسو څخه به هم ورته غوښتنه وکړي.

هرات کې د چارواکو په وینا څه د پاسه ٧٠٠ لرغوني سیمې او ودانۍ شتون لري خو ډیرې دا ډول ودانۍ د جګړو او طبیعی پېښو له کبله ويجاړې او یا زیانمنې شوي دي.

تمه کېږي د دغو زیانمنو شویو ودانیو د بیا رغاونې په نتیجه کې ګن شمېر سېلانیان دې ته وهڅېږی چې د افغانستان لویدیځ ته سفر وکړي.

د دغو ودانيو د بيارغونې او اقتصادي گټو په اړه يې محمد قاضى زاده دغه رپوټ چمتو کړى.