په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له گاونډيانو سره د افغانستان اړيکې: ازبکستان

په پام کې ده چې د روان کال د جون په ۱۴ نيټه کابل د "اسیا د زړه" په نوم د یو کنفرانس کوربه وي.

دغه کنفرانس کې به د ۶ ګاونډیانو او د سیمې د ۷ مهمو هېوادنو د بهرنیو چارو وزیران او د ۱۴ نورو هیوادونو استازي ګډون ولري.

دغه کنفرانس به پر سیاسي، اقتصادي او ښوونيزو چارو راغونډ وي.

په همدې پلمه مو يو شمېر ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي دي چې د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ پر اړيکو را څرخي.

په دې ځانګړي رپوټ کې يما بارز د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړيکو ته لنډه کتنه کړې ده.