په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملکې الزابت ته مې په سوات کې ګلان ورکړل

د برتانيا شهزاده فېلپ په لومړي ځل په ١٩٥٩ کال کې سوات ته په سفر ولاړ.

د سوات زرغونې درې، دنگ دنگ غرونه او په واورو پټې د غرونو هڅکې څوکې د ملکې د مېړۀ ، شهزاده فېلپ لپاره ډېر زړۀ راښکونکې وې.

دوه کال وروسته ولسمشر ايوب خان ملکې الزابت ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

برتانوي ملکې په دې شرط بلنه قبوله کړه چې سوات به ويني.

هغه وخت سوات د پاکستان يوه نيمه خپلواکه سيمه وه. خپله شاهي کورنۍ يې لرله چې د مودو راهيسې په سوات حکمرانه وه.

د سوات حکمران ميان گل جهانزېب و، چې د " والي" په نوم به پېژندل کېده.

والي د ملکې الزابت او د هغې د ميړه شهزاده فېلپ تود هرکلى وکړ.

د سوات د پخواني حکمران ميان گل جهانزېب لمسۍ زيبو جيلاني کیسه کوي.