په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'افغان کډوال له پاکستانه په زور نه شي ستنېدلی'

د افغانستان د ګډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې مېشت ناقانونه ګډوال به په هېڅ صورت په زور له دغه هیواد افغانستان ته ونه شړل شي.

پاکستان په خپل هیواد هغو نژدې یو میلیون افغان ګډوالو ته، چې قانوني اسناد نه لري.

یوه میاشت وخت ورکړی چې له دغه هیواد ووځي، خو د کډوالو چارو افغان وزیر وايي، پاکستان ته یې په خپل وروستي سفر کې هغه اندېښنې لرې کړي، چې ګواکې ناقانونه افغان ګډوال له پاکستانه په زور ایستل کېږي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري بي بي سي ته وویل، افغانستان، پاکستان او ملګري ملتونو پر داسې یوه میکانیزم کار کوي، چې له مخې به یې په پاکستان کې ناقانونه افغان ګډوال ته هلته د اوسېدو قانوني اسناد ورکول شي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې مرکه کې د ګډوالو چارو له وزیر جماهیر انوري سره خبرې کړي او په سر کې یې پاکستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړ پوښتلي دي.