په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پښتونخوا کې د خوښۍ په تور د ښځو د وژلو ادعا شوې

د پښتونخوا د کوهستان په گوجر مېشته سيمه کې د څلورو هغو مېرمنو برخليک لا څرگند نه دى چې په يوه وادۀ کې د سندرو او خوښيو په تور د خپلو خپلوانو په وينا وژل شوي دي.

چارواکي دا خبره نه مني خو محکمې ته د ميرمنو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

لکه په دغه ويديو کې چې يې وينئ د بشري حقونو فعالين وايي پاکستان بايد د تش په نامۀ ناموس په نامۀ د وژنو مخه ونيسي.