په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لندن په زړه کې د افغان هنرمندانو ننداره

د افغانستان د تیاتر او تمثیل لوبغاړي د شکسپير د کمیډی د لوبولو لپاره لندن ته راغلي و او د٬٬ تېروتنې کمیډي٬٬ یې ولوبوله.

د برتانوي مشهور لیکوال ویلیم شکسپير بیلابیلې ډرامې د نړۍ له ۳۷ هېوادونو نه د تیاتر هنرمندانو د ګلوب شکسپير د تیاتر پر ستېج ولوبولې.

د شکسپير ډرامې په بېلا بېلو ژبو ژباړل شوې او د همغه هېواد له شرایطو سره بدلون پکې راغلی دی.

افغان هنرمندان چې ټول ۱۴ تنه وو او درې پکې میرمنې وې، ډېر وستایل شول او په تودو چکچکو بدرګه شول.

په افغان پلاوي کې ممنون مقصودي چې د کونډې زوی د سریال شادګل او د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند په راډیویي ننداره کې د رحیم داد رول لوبولى هم و.

د ښاغلي مقصودي سره مو شکسپير تیاتر،‌ د افغانستان سینما او نورو هنري فعلیتونو په اړه خبرې اترې درلودې.

ترتيب او ډايريکټکوونکى

اسمعيل مياخيل