په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصر لپاره د هر کانديد د ماتې او بري مانا څه کېدلى شي؟

مصريان نن د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو پر دويمه او وروستۍ ورځ رايې اچوي چې په عمري بد د محکوم شوي پخواني ولسمشر حسني مبارک پر ځاى بل څوک غوره کړي.

سيالي د ښاغلي مبارک د وروستي صدراعظم او د هوايي ځواک د مخکني قوماندان احمد شفيق او د اخوان المسلمين د نوماند محمد مرسي ترمنځ ده.

واکمنې پوځي شورا د ټاکنو په درشل کې پارلمان چې اخوانيانو پکې اکثريت درلود، ړنگ کړ.

اخوان المسلمين تور لگولى چې پوځي شورا په دې گام سره غواړي واک پخپلو منگولو کې ټول وساتي.

د مصر د ولسمشريزو ټاکنو پر ارزښت او عواقبو د سيمې له کارپوه عبيدالله برهاني سره چې په امريکا کې مېشت دى، داود جنبش خبرې کړي او ترې پوښتلي يې دي چې د مصريانو او مصر لپاره د هر کانديد د ماتې او بري مانا څه کېدلى شي؟