په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې د يونان ټاکنې د ټولې اروپايي سکې لپاره مهمې دي؟

يونانيان د يکشنبې په ورځ (د جون ۱۷) په پارلماني ټاکنو کې گډون کوي چې نتيجه يې ښايي د اروپايي سکې په جرگه يا يورو زون کې دغه هېواد پاتېدل يا وتل راوخېژي.

يوه گوند يا گوندي ټلوالې هم د تېرې مياشتې په بې نتيجې ټاکنو کې ونه شواى کړى چې د حکومت د جوړولو لپاره پوره رايې وگټي.

ښي لاسي نوي ډيموکراتيک گوند گواښنه کړې چې که سياله کيڼ لاسې ډله يې بريالۍ شوه، ښايي دا د يورو پر ځاى بېرته د يونان پخوانۍ سکې- دراچما ته د ستنېدو مانا ولري.

د اروپا د اقتصادي چارو له کارپوه ډاکټر محمداجان مرزي نه نه وپوښتل شو چې ولې د يونان ټاکنې د ټولې اروپايي سکې لپاره دومره مهمې دي؟