په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د موسیقۍ سرحدونه باید مات شي

ځوان سندرغاړی سنګر سهیل په لندن کې د بي بي سي سټوډیو ته راغلی و او په خپلو نوو هنري چارو او افغانستان کې د موسیقي پر څرنګوالي او په وړاندې یې په پرتو ستونزو ور سره وغږېدو.

ښاغلی سهیل په کابل کې زېږېدلی دی، لومړنی ښوونځی یې په کابل کې لوستی او بیا یې کورنۍ پېښور ته کډه شوه.

هلته يې ښوونځی پای ته ورساوه او پو هنتون ته ولاړ، د سوداګرۍ په برخه کې یې لوړې زده کړې وکړې او په ۲۰۱۰ م کال کې بېرته هېواد ته ستون شو.

موسیقي یې شاوخوا ۷ کاله مخکې پیل کړه، لومړنی استاد یې لعل خان و چې د پټیاله د مکتب لاروی و، د افغاني موسیقي زده کړې یې له استاد همایونه کړې دي.

تر اوسه یې د سندرو يو پوره البوم جوړ دی او دې ته سترګې په لاره دي چې ليدونکو ته وړاندې شي.

سنګر سهیل اوس په کابل کې اوسي.

وړاندې کوونکی

سپین تڼی

ترتيب او ډايريکټکوونکى

اسمعيل مياخيل