په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جنګ ځپلي سوات بڼونه څرنګه سمسور شول؟

په ۲۰۱۰ کال کې د پښتونخوا په سوات کې په زرګونو هکتاره مځکې او د شفتاليو بڼونه د سېلابونو اوبو لاندې کړل.

دوه کاله وروسته اوس په سوات کې د شفتاليو بڼونه بېرته فعال شوي او زرګونه ټنه مېوې حاصل ورکوي.

د سوات شنه دره کې د مېوو په سوداګرۍ کې زرګونه خلک په کاروبار بوخت دي.