د برما تاوتریخوالي ۹۰ زره خلک کوچېدو ته اړ کړي

په برما کې مرستندويه کارکوونکي وايي د هېواد په لوېديځ کې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ د تاوتريخوالي له امله شاوخوا ۹۰زره کسان له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي د بېځايه شويو دوه پر دريمې برخې خلکو ته يې بيړني خوراکي توکي ور رسولي دي. بنګلديش هغه کډوال بېرته شړلي چې هڅه يې کوله له پولو ور واوړي.

د تاوتريخوالي دغه څپې وروسته له هغه راوټوکېدې چې راپورونه ورکړل درېو مسلمانانو پر يوې يهودۍ ښځې تېری کړی او هغه يې وژلې ده.

د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې له ۵۰ زيات کسان وژل شوې دي.