ښې افغان حکومتوالۍ لپار څه بايد وشي؟

د خپريدو وخت: 11:05 گرینویچ - چارشنبه 20 جون 2012 - 31 غبرگولی 1391

نړېوالې ټولنې هم په بيلا بېلو نړيوالو کانفرانسونو کې افغانستان سره خپلې مرستې د ښۀ حکومتوالۍ شرط سره تړلې دي.

افغانستان يو ځل بيا په نړيواله کچه د لومړيو ١٠ ناکامو هېوادونو په لست کې راغلى دى.

د 'سولې د صندوق او بهرني سیاست مجلې' نړۍ کې د '۲۰۱۲ کال د ناکامو هېوادونو' په اړه راپور کې ويلي دي

چې د حکومتونو خدمتونو، حکومتونو څخه د خلکو رضایت، د هېوادونو عمومي وضعیت او عامه خدمتونه یې په راپور کې خپل معیار ګرځولی دی.

د افغانستان پۀ اړه دا نوى راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د ښۀ حکومتوالۍ په تړاو افغان پارلمان هم خپله طرحه چمتو کړې ده.

که څه هم د دې طرحې تفصيل نۀ دى معلوم، خو د ډيرو په اند د حکومت او پارلمان ترمنځ دا ډول همکاري گټوره بلل کيږي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ کې په دې غږيږو په داسې حال کې چې د ٢٠١٤ کال کې افغانستان نه بهرني جنگي پوځيان د دې هېواد نه وځي، ستاسې په نظر ښۀ حکومتوالۍ لپاره بايد څه وشي؟

که تاسې راسره خپرونې کې برخه اخيستل غواړئ د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱ زنگ را ووهئ يا هم په Pashto@bbc.co.uk خپل نظرونه راولېږئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .