په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: د فساد له منځه وړل زمونږ وظیفه ده

افغان ولسمشر حامدکرزی وايي، له دې وروسته به مصلحت غوښتونکی نه وي او له دری ګونو قواوو يي د فساد په له منځه وړلو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي، چې د افغانستان د دری ګونو قواوو په ځانګړې غونډه کې یې خبرې کولې، هڅه وکړه، چې د نظام په ښه والي او د سمونونو په راوستو کې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

افغان ولسمشر له مرسته کوونکو هېوادونو، په ځانګړې توګه امریکا نه وغوښتل، چې لوړپوړو چارواکو او د هغوی خپلوانو ته د تړونونو له ورکولو ډه ډه وکړي.