په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اندړو طالب ضد ملي پاڅون پیل کړی

د افغانستان غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هغو طالبانو پرضد یو ملي پاڅون پیل شوی، چې ښوونځي، بازار او کلینیکونه یې تړلي دي.

د افغانستان په مرکزي غزني ولایت کې د طالبانو ضد یو ملي پاڅون پیل شوی دی.

دوی له ظاهري بڼې د طالبانو په څېر ښکاري، خو وايي چې طالبان نه دي، بلکې د طالبانو پرضد یې د ملي پاڅون یوه ډله جوړه کړې ده.

ددغې ډلې مشر لطف الله کامران وايي، له دې پاڅون یې هدف د سیمې د خلکو او راتلونکي نسل ژغورل او د پرمختګ د مخنیوي له منځه وړل دي:

"دوی [طابانو] دلته له څو کالو راهیسې ښوونځي، بازار او روغتونونه تړلي دي، موږ د غلامانو په څېر ژوند کوو، نه مو حکومت په غم کې دی نه طالبان، یوازېنۍ لار دا ده چې پاڅون وکړو. "

د سیمې یوه سپین ږیري ویلي، دا چې په سیمه کې یې ښوونځي تړلی، زوی یې د غزني ښار ته د ښوونځي لپاره استولی، خو په بېرته راستنېدو کې طالبانو وژلی دی:

"یو زوی مې شهید شو، څلور نور زامن مې جنګېږي، او تر هغه به جنګېږي، چې ټول مړه شوي نه وي. "

په غم کې دی نه طالبان، یوازېنۍ لار دا ده چې پاڅون وکړو. "

یو بل سپین ږیر وايي، چې د خپلې سیمې د ساتلو لپاره له ځان او ټولې شتمنۍ تېر دی.

ددغې ډلې قومندان وايي، له طالبانو سره په سټلایټ خبرې کوي، خو په وینا یې طالبان ورته وايي چې "له تاسو سره دلیل نه شي ویل کېدی. "

قومندان لطف الله کامران، چې انجنیري یې ویلې ده، وايي چې مخکې به یې له سیمې له اوو تر اتو زرو زده کوونکي هر کال فارغېدل، خو اوس دا شمېره تر دوو – درو سوو کسانو پورې راښکته شوې ده:

"داسې وخت و چې هر کال به اووه تر اتو زرو شاګردانو فارغېدل، خو اوس دوه یا درې سوه زده کوونکي هر کال فارغېږي، همدا علت دی چې موږ جګړه پیل کړې ده، چې راتلونکی نسل وژغورو."

نوموړی وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د سیمې ۴۴ زره کسان نالوستي لوی شوي، چې په وینا یې اوس یوه مړۍ ډوډۍ هم نه شي پیدا کولی.