په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کامران: خپله سیمه به ژغورم

په غزني کې د ملي پاڅون په نامه یوې ډلې د طالبانو ضد فعالیت پیل کړی دی. دغه ډله وايي چې هدف یې د پښتنو او راتلونکي نسل ژغورل دي.

ددغې ډلې مشر لطف الله کامران بي بي سي ته وویل، د سیمې خلک له طالبانو تر پزې راغلي، نو ځکه یې ملي پاڅون پیل کړ چې خپل ښوونځي، کلینیکونه او بازار بېرته پرانیزي.