په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تر ټولو چټکې ځغاستې بوټانو ډزاين

د بېلګې په توګه يوه جوړه بوټان چې يوه زده کوونکي لوک فوزارو ډزاين کړي، له ۲۰۰ ګرامو کم وزن لري، او د يوه منډې وهونکي فزيکي فعاليت سره مرسته کوي.

د ساينسي ازموينې له مخې دا چاره په ځغاسته کې ۳،۵ سلنه ښه والی راولي، او په يو داسې سپورټ کې مهم ثابتېدی شي چې د ثانيې يوه برخه هم د ګټلو لپاره ارزښت لري.