په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان په ځینو برخو کې "د طالبانو په کړنو کنټړول" لري

د پاکستان او افغانستان د چارو ځينې شنونکي باور لري چې پاکستان په ځينو برخو کې د پاکستاني طالبانو په کړنو کنڼرول لري.

دوي وايي په سيمه کې يوه لويه سيمه ايزه استخباراتي لوبه روانه ده چې قربانيان یې اکثرا د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې مېشت پښتانه دي. دغه شنونکي وايي د دغې لوبې زياته گټه طالبانو او القاعدې ته رسيږي.

خو دا چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو وژنه او وزيرستان ته د هغو د مړو وړنه او رسنيو او د خلکو تر غوږونو يې د خبر رسيدل به د پا کستان په حکو مت څه فشار واچوي او که نه دا او ځيني نورې پوښتنې مو د پاکستان او د افغانستان د چارو له يوه کارپوه سليم ساپي سره په یوه مرکه کې راپورته کړي.