په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نړيوال بانک تر يوې بلې لسيزې افغان اقتصاد مخ پر لوړ بولي

نړېوال بانک اټکل کوي چې تر ٢٠٢٥ م کاله پورې به د افغانستان د اقتصادي ودې کچه هر کال ٤.٩ سلنه وي.

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ نړېوال بانک دا وړاندوينه هم کړې چې که د اقتصادي چارو مديريت په ښه توگه تر سره شي نو دا سلنه آن ٦.٧ ته لوړيدلاى شي.

خو د نړېوال بانک سرچينې زياتوي که په افغانستان کې د کلنۍ اقتصادي ودې کچه په پرله پسې توگه ش‍پږ سلنه هم وي بيا هم لسيزو ته اړتيا ده چې د سړي د سر کلنى عايد چې اوس مهال ٥٢٨ ډالرو ته رسيږي دوه ځله ډېره شي.

د نړيوال بانک چارواکى باب ساوم وايي په راتلونکو لسيزو کې افغانستان لپاره د سترو فرصتونو او لوړو هيلو تمه کيدی شي.

د نړېوال بانک دا څرگندونې په داسي حال کې مخې ته راځي چې له ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ شي.

خو د نړيوال بانک دا وړاندوينې څومره پر واقعيتونو ولاړي دي؟ دا پوښتنه مو لندن مېشتي افغان اقتصاد پوه وحيد نوشير مخې ته کېښوده.