په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د برېښنايي کتابونو دودېدنه

Image caption ريچارډ روسو په ۲۰۰۲ کال کې يې د (اېمپاير فالز) يا امپراتوري پرځي، پامه خپل کتاب سره د پوليټزر ادبي جايزه ګټلې وه

امريکايی ناول ليکونکي ريچارډ روسو وايي خپل نه وی ناول به د برېښنايي کتاب په توګه ونه پلوري.

ښاغلی روسو وايي د (انټرونشن) يا مداخلې په نامه د ده دغه ناول، د چاپي کتابونو يو درناوی دی او په برېښنايي ډول پر ليکه يانټرنېټ به يې پلور ته اجازه ورنه کړي.

دی چې ۶۲ کلن دی، په ۲۰۰۲ کال کې يې د (اېمپاير فالز) يا امپراتوري پرځي، پامه خپل کتاب سره د پوليټزر ادبي جايزه هم ګټلې وه.

دی وايي غواړي خلک وهڅوي کتاب يې له سيمه ييزو کتاب پلورنځايونو وپېري.

دغه امريکايي ليکوال وايي په عمومي ډول پر ليکه کتاب پلورنې سره ستونزه نه لري، خو زياتوي نه غواړي چې دا ډول پلور نړۍ کنټرول کړي.

د روان کال په لومړيو کې (50 Shades of Grey) جنسي ناول د نيويارټايمز غوره پلور اعتباري نولړ په سر کې راغلی و.

د بريتانيا د خپروندويانو ټولنې مشر ريچارډ مولېټ وايي ډېری ليکوالان غواړي څومره چې امکان ولري هغومره ډېرو خلکو ته رسېدنه وکړی شي، چې دا د ده په وينا په زياتېدونکي ډول د کتابونو برېښنايي بڼه ده.

دی وايي په ۲۰۱۱ کال کې د برېښنايي کتابونو پلور کې څه د پاسه دری نيم برابره زياتوالی راغلی دی، او ګنې د دغه ډول پېر غوښتنې په لوړېدو دي.

که څه هم تر اوسه په برېښنايي ډول د پښتو کتابونو پلور لا نه دی دود شوی، خو بيا هم يو شمېر پښتو وېبپاڼې کتابونه په برېښنايي ډول پر ليکه کړي دي.

د دې اوونۍ پېلوزي کې پر پښتو برېښنايي کتابونو، دودونې، ګټو او نيمګړتياوو يې خبرې کوو. چې له پېښوره د دانش خپروندويه ټولنې مشر اسد الله دانش او له کابل ليکوال نجيب منلی راسره په کې خبرې کوي.

د وزير محمد ګل خان د تلين لمانځنه

دا اوونۍ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کې د و زير محمد ګل خان مومند د مړينې ۵۱ تلين په کابل کې ولمانځه.

غونډې ته د افغان اطلاعاتو او کلتور پر مرستيال وزير غلام نبي فراهي سربېره بېلابېلو څېړونکيو ويناوې وکړې، او د محمد ګل خان موند د ژوند او فعاليتونو په اړه يې خبرې وکړې.

وزير محمد ګل خان له مهمو دندو د ظاهر شاه واکمنۍ په لوړمړيو کې د کورنيو چارو وزارت، او د دولتي چارو وزارت دندې دي.

عملي او ادبي کارونه يې کړي، او يو شمېر کتابونه يې هم ليکلي دي.

دی د ۱۳۴۳ لمريز كال د زمري د مياشتې په ۲۷ مه د ۸۰ كالو په عمر مړ شوی او د كابل ښار شهداى صالحينو هديره كې خاورو ته سپارل شوی دی.

د دغسې مهمو څېرو لمانځغونډې څومره ارزښت لري، په دې اړه او دا چې په غونډه کې يې د محمد ګل خان موند د څېرې کوم اړخونه راوسپړل، د افغان اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير غلام نبي فراهي راسره په پېلوزي کې خبرې کوي.

نورا اېفرون مړه شوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېمرمن اېفرون ۳ ځله اوسکار جايزې ته نومول شوې وه، خو هېڅکله يې ونه ګټله.

او دا اوونۍ د هاليووډ فلمونو ليکواله او ډايرېکټره نورا اېفرون (Nora Ephron) د خپل عمر په ۷۱ کلنۍ مړه شوه.

دې د (کله چې هاري له سالي سره وکتل) او د (سياټل بې خوبي) په څېر مشهور فلمونه ليکلي وو.

دغه ليکواله په کليفورنيا کې لويه شوې، او ليکوالي يې (نيويارک پوسټ) ته په ليکنه پيل کړې.

د دې په ۱۵ فلمونو کې د (You've Got Mail) (ليک درته راغلی)، (سېلکووډ) او هم په ۲۰۰۹ کال کې د دې وروستی (جولي او جواليا) فلمونه دي.

دا ۳ ځله اوسکار جايزې ته نومول شوې، خو هېڅکله يې ونه ګټله. له مېرمن اېفرون نه يې ميړه او دوه زامن پاتې دي.

د ۴ خويندو ترمنځ چې ټولې يې ليکوالانې وې، دا يې تر ټولو مشره وه. مېرمن اېفرون د ۱۹۴۱ کال د مۍ پر ۱۹ مه زېږېدلې وه، او پلار يې د بروډوې (Broadway) لپاره ډرامې او هاليووډ لپاره فلمونه ليکل.

د مېرمن اېفرون پر مرګ مشهورو فلم ستوريو او ليکوالانو د خواشينۍ پيغامونه خپاره کړي دي.