پر افغانستان نړېوال کنفرانسونه

د خپريدو وخت: 11:55 گرینویچ - شنبه‬ 07 جولاې 2012 - 17 چنګاښ 1391
    • ۲۰۰۱ کال -دسمبر پنځمه:

      د بن اول کنفرانس پر افغانستان د نړېوالې ټولنې له خوا د طالبانو د را پرځولو لپاره له بريدونو پوره دوه میاشتې وروسته- د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو له خوا د جرمني په بن کې جوړ شو.

      • ځای: بن، جرمني

      • د غونډې ګډونوال: په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو استازو په شتون کې د افغانستان د جهادي ډلو او نورو مخورو افغانانو نه جوړ یو ۳۰ پلاوي ګډون درلود.

      • مهم ټکي: په دغه کنفرانس کې حامد کرزی د ډېری ګډونوالو په خوښه د افغانستان د لنډ مهالي حکومت مشر وټاکل شو. حامد کرزى په غونډه کې نه و خو له ارزگان څخه يې تيلې فوني وينا ورته وکړه. غونډې کې پر یو ډول ایتلافي حکومت سلا وشوه. په همدې غونډه کې پړېکړه وشوه چې د لنډ مهالې ادارې ۶ میاشتې وروسته دې یوه لویه جرګه را وغوښتل شي چې د اساسي قانون پر مادو او راتلونکو ټاکنو خبرې وکړي.

    • ۲۰۰۲ کال- جنورۍ ۲۲

      توکیو کنفرانس: دا کنفرانس د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستو د را ټولولو په موخه جوړ شوی و.

      • ځای: توکیو، جاپان

      • د غونډې ګډونوال: څه باندې ۶۰ هېوادونو او ۲۰ نړېوالو مرستندویه ټولنو په دې کنفرانس ګډون کړی و.

      • مهم ټکي: د دې کنفرانس ګډونکوونکو ژمنه وکړه چې د ۵ کلنو لپاره به د افغانستان د بیا رغونې په موخه ۴، ۵ میلیارده ډالر مرسته وکړي.

    • ۲۰۰۴ کال - اپريل اوله

      برلین کنفرانس: د "افغانستان او نړيواله ټولنه – د راتلونکي لپاره ملگرتيا" تر سرلیک لاندې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه په برلین کې تر سره شو.

      • ځای: برلین، جرمني

      • د غونډې ګډونوال: په دغه کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولین پاول په ګډون د نړۍ د ۶۵ هېوادونو استازو ګډون درلود.

      • مهم ټکي: په دې کنفرانس کې تر ډېره له افغانستان سره پر مرستو او روانو همکاریو خبرې وشوې. د دې ترڅنګ د ۲۰۰۴ کال په سپټمبر میاشت کې د پلان شوو ټاکنو ملاتړ اعلان شو. د ۲۰۰۴ کال ټاکنې د افغانستان په تاريخ کې د ولسمشرۍ لپاره لومړنۍ وې.

    • ۲۰۰۶ کال - فبرورۍ اوله

      د لندن کنفرانس: دا کنفرانس د برتانیا د پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر په مشرۍ جوړ شوی و.

      • ځای: لندن، انګلستان

      • د غونډې ګډونوال: په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د هغه وخت د سرمنشي کوفي عنان په ګډون، ۶۶ هېوادونو او ۱۵ نړېوالو ټولنو برخه اخیستې وه.

      • مهم ټکي: په دغه کنفرانس کې افغان چارواکو په هېواد کې شوي پرمختګونه، راتلونکي پلانونه او لومړيتوبونه په ډاګه کړل او نړېوالې ټولنې او افغانستان یو سیاسي تړون په خپلو کې ومانه.

    • ۲۰۰۷ کال- جولای دريمه

      د عدلي او قضايي اصلاحاتو کنفرانس

      • ځای: روم، ایټالیا

      • د غونډې ګډونوال: په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د ناټو سرمنشي، افغان ولسمشر، د قضايي ادارو لوړ پوړو چارواکو او د ۲۴ مرستندویو هېوادونو سفیران او پالیسي جوړونکو ګډون کړی وو.

      • مهم ټکي: د ظرفیتونو لوړول، په قضايي چارو کې د افغانانو روزنه او د ادارو تر منځ د سټراتيژۍ او همغږۍ پياوړي کول.

    • ۲۰۰۸ کال- جون ۱۲

      پاریس کنفرانس

      • ځای: پاریس، فرانسه

      • د غونډې ګډونوال: ۸۰ مرسته کوونکي هېوادونه موجود وو.

      • مهم ټکي: په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د شاوخوا ۲۰ میلیاردو ډالرو ژمنه وشوه.

    • ۲۰۰۹ کال- مارچ ۲۷

      مسکو کنفرانس

      • ځای: مسکو، روسیه

      • غونډې ګډونوال: د شانګهای تړون شپږ غړيو هېوادونو او د امریکا او ایران په څېر بلل شوو میلمنو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

      • مهم ټکي: د ترهګرۍ، مخدره توکو قاچاق او سمبال شوو جرمنو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې او بحثونه.

    • ۲۰۰۹ کال - مارچ ۳۱

      د هاګ کنفرانس: د هالنډ په هاګ کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس هدف لکه د نورو هغو مرستې نه، بلکې د افغانستان په ثبات کې د سيمې د هېوادونو د رول په اړه وو.

      • ځای: هاګ، هالنډ

      • غونډې ګډونوال: په کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډيانو په گډون د ۷۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

      • مهم ټکي: د دې کنفرانس اجنډ‌ا د افغانستان پر امنيت او بيا رغاونې را ټوله وه .

    • ۲۰۱۰ کال - جنورۍ ۲۸

      لندن کنفرانس: د لندن دويم کنفرانس د افغانستان په سياسي بهير کې د پخوانيو طالب جنگياليو د ور گډولو تر ډېره د چارو د افغاني کېدو پر اصل ولاړ وو.

      • ځای: لندن، انګلستان

      • د غونډې ګډونوال: په دغه کنفرانس کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن په گډون د شاوخوا ۷۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو برخه درلوده.

      • مهم ټکي: په ۲۰۱۰ کې د لندن دويم کنفرانس تر ډېره د چارو د افغاني کېدو پر اصل ولاړ وو او کابل کنفرانس يې ادامه وه. ويل کيږي چې د لندن په کنفرانس کې ټوله طرحه د بهرنيانو وه، خو د کابل په کنفرانس کې چې له دې وروسته وشو ټوله طرحه او ستراتيژي د افغانانو ښول شوې.

    • ۲۰۱۰ کال -جولای ۲۰

      کابل کنفرانس: د دغه کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې افغان ولسمشر حامد کرزي وویل له یوه داسې ګډ دښمن سره مخامخ دى چې په وینا یې د ملي يووالي هڅې شنډوي.

      • ځای: کابل، افغانستان

      • د غونډې ګډونوال: په دغه کنفرانس کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو برخه اخیستې ده.

      • مهم ټکي: کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د پنځه اعشاريه څلور مېلياردو ډالرو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته د پېسو دغه کچه د برلېن ، لندن او پاريس په کنفرانسونو کې وار په وار زیاتېده. له نورو نړيوالو کنفرانسونو سره د کابل کنفرانس توپير د دغه کنفرانس تنظيموونکي ډاکټراشرف غني احمدزي په دې کې باله چې طرحه او ستراتيژي دواړه يې د افغانانو له خوا وو. دا لومړی ځل و چې کابل له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل د دومره لوی نړيوال کنفرانس کوربه و.

    • ۲۰۱۱ کال- نومبر ۲

      د استانبول غونډه: د استانبول کنفرانس موخه دا وه چې د افغانستان سیمه ییز لوبغاړي د یوه باثباته، خپلواک او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ژمنه وکړي.

      په دغه غونډه کې افغانانو ته د هېواد د امنیتي مسؤلیتونو پر لېږد خبرې وشوې.

      • ځای: استانبول، ترکیه

      • د غونډې ګډونوال: په دغه کنفرانس کې، چې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل یې کوربه و، د چین، ایران او هندوستان په ګډون د ۲۰هېوادونو دپلوماتان او د مرسته کوونکو ادارو استازو برخه اخیستې وه.

      • مهم ټکي: په دې دوه ورځني کنفرانس کې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان ځواکونه ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد، د افغانستان په ټیکاو کې د ګاونډیو هېوادونو رول او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

    • ٢٠١١ کال -دسمبر ۵

      د بن دویم کنفرانس

      • ځای: بن، جرمني

      • د غونډې ګډونوال: په دغه کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادو نژدې زرو استازو ګډون کړی وو.

      • مهم ټکي: د بن دويم نړیوال کنفرانس د جوړېدو اصلي هدف په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالات ارزول وو.

      همدې کنفرانس کې ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې او نيمګړتياوې یادې کړې. په دې غوڼده کې پاکستان ګډون نه و کړی خو ایران موجود و.

    • ۲۰۱۲ کال- مې ۲۰-۲۱

      شیکاګو کنفرانس: د دې کنفرانس د سر سر موضوع د افغانستان راتلونکی وو.

      • ځای: شیکاګو، امریکا

      • د غونډې ګډونوال: د امریکا په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه ۵۰ هېوادنو په ګډون جوړه شوې وه.

      • مهم ټکي: په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزې پړېکړه وکړه چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، له افغانستانه د ناټو جنګېدونکي سرتېري ووځي او یوازې روزونکې ډلې به پاتې کېږي.

    • ۲۰۱۲ کال - جون ۱۴

      د اسیا زړه کنفرانس: د دغه کنفرانس اجنډا چې د استانبول د پروسې تعقیب بلل کېده، پر اوو مسایلو چې د مخدره توکو پرضد مبارزه او سیمه ییزه اقتصادي همکاري وه څرخېده.

      • ځای: کابل، افغانستان

      • د غونډې ګډونوال: دغه کنفرانس ته د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادو ترڅنګ د سیمې د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د نژدې ۴۰ هېوادونو او سازمانونو استازي ورغلي وو.

      • مهم ټکي: دغه کنفرانس د سیمې د هېوادونو تر منځ د باور رامنځ ته کولو او په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري ډګرونو کې په عملي لارو چارو د دغه هېوادونو په مرستې ټینګار وشو.

    • ۲۰۱۲ کال- جولای ۸

      توکیو کنفرانس: دا کنفرانس د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستو د ټولو په موخه جوړ شوی و.

      • ځای: توکیو، جاپان

      • د غونډې ګډونوال: د امریکا د بهرنیو چاورو وزیره هېلري کلنټن د ۷۰ هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره دغه کنفرانس ته ورغلې وه.

      مهم ټکي: د توکیو نړیوال کنفرانس، هغه غونډه وه، چې تر ډېره ترې افغان حکومت د راتلونکو لسو کلونو لپاره د مالي ژمنو د ترلاسه کولو تمه لرله.

      د غونډې نژدې ټولو ګډونوالو د افغانستان راتلونکې لپاره د مرستو ټتر واهه، خو د ژمنو تر څنګ یې له افغان حکومت نه دښیې حکومتوالی او د اداري فساد پرضد د مبارزې غوښتنه هم کوله.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .