په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

توکیو کنفرانس او د افغانستان پروګرامونه

ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو ورځو کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو لپاره د جاپان په پلازمېنه توکیو کې یو کنفرانس جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به شاوخوا ۶۰ هېوادونه او ۲۰ نړېوال سازمانونه ګډون وکړي.

افغانستان به په توکیو کنفرانس کې د خپلو اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره هر کال له نړېوالې ټولنې د شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې افغانستان دغه کنفرانس ته ۲۲ بېلا بېلې اقتصادي پروژې وړاندې کړي.

فهیم عابد د دغه کنفرانس په اړه د مالیې وزارت له سلاکار نجیب الله منلي سره لنډه مرکه کړې او په پیل کې یې په دغه کنفرانس کې د ګډونکونکي افغان پلاوي په اړه ترې پوښتلي.