په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د توکیو کنفرانس په اړه د مرستندویو ټولنو اندېښنې

په افغانستان کې يو شمېر مرستندويو ادارو اندېښنه څرگنده کړې چې کېداى شي د توکيو کنفرانس کې د گډونوالو خبرې د مرستو په پرتله تر ډېره د مرستو پر شرايطو او له افغان حکومت نه د حساب اخيستنې پر يوه ميکانيزم ور ټولې وي چې پايله به يې د مرستو کمښت او د ډېرو محدوديتونو پلي کېدل را ووځي.

په افغانستان کې د ښکېلو مرستندويو موسسو چارواکي وايي که پر مرستو شرطونه ولگول شي نو پر اړمنو افغانانو به ناوړه اغېز ولري.

دوى وايي مرستندوى هېوادونه بايد دې ته پام وکړي چې پر مرستو لگيدلي احتمالي شرطونه هغه افغانان اغيزمن نه کړي چې مرستو ته اړتيا لري.

د اکبر موسسې (د افغانانو لپاره د مرستو د انسجام اداره) سلاکار هاشم مايار له بي بي سي پښتو وېب پاڼې سره په مرکه کې د دغو اندېښنو د رښتینوالي په اړه وغږېد.