په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بابر بڼ نندارتون

د کابل په بابر بڼ کې هغه نندارتون ته گڼ نندارچيان ورغلل چې دوه ورته ماڼۍ يې د توپير په حالت کې ښوولې.

له دوو پردو څخه پر يوې د کابل دار الامان ماڼۍ ښوول کېده او تر څنگه يې پر بله پرده د جرمني کاسيل موزيم ښوول کېده.

دغه دواړه ودانۍ په بېلو لويو وچو کې په يوه نقشه او جوړښت جوړې شوې او بيا دواړه د جگړې له ناوړه برخيلک سره مخامخې شوي دي.

د کاسيل موزيم ودانۍ په دويمه نړيواله جگړه کې ړنگه شوې وه او دار الامان ماڼۍ د دريو لسيزو په جگړو کې کنډواله شوه. خو د جرمني ودانۍ اوس جوړه او د افغانستان کنډواله ده.