په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فساد پر ضد د مبارزې ژمنه څومره عملي ده؟

د توکیو د کنفرانس ګډونوالو ژمنه وکړه چې د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې له افغانستان سره د ۱۶ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي.

خو بسپنه ورکونکو خپلې مرستې په افغاستان کې د فساد پر ضد له اغېزمنې مبارزې سره وتړلې.

افغان ولسمشر هم ومنله چې د پراختیا او پرمختګ په برخه کې د افغانستان او نړېوالې ټولنې د همکاریو بری په دې تړلی دی چې د حساب ورکونې یو سیستم را منځ ته شي چې د نړېوالو مرستې په سمه توګه ولګول شي.

خو روانو شرایطو ته په پام سره ويل کيږي فساد په افغان حکومت کې ژورې جرړې لري.

د فساد پر ضد اغېزمنه مبارزه څومره شونې ده؟ د اداري فساد پر ضد د مبارزې د افغانې شبکې مشر، ډاکتر محمد شفيق همدم له بي بي سي پښتو وېپاڼې سره په همدې تړاو وغږید.