په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

معده د انسان دوهم مازغه وبلل شول

ښايي ډیر کسان په دې ونه پوهیږي چې د انسان معده یا ګیډه په څه دول خواړه هضموي؟

خو د لندن په ساینس موزیم کې یو شمیر خلکو د تخینکي وسایلو پرمټ د تلویژون پر لوې پردې دا هرڅه ولیدل.

خواړه یې وخوړل او بیا یې ولیدل چې معده یې څنګه خواړه میده کوي او هضموي.

په وروستیو کې ترسره شویو څیړونو ښودلې چې د انسان د بدن د نورو غړو په پرتله معده ډیر عصبي ژونکې (حجرې) لري ځکه نو د انسان دوهم مازغه بلل کیږي.

په څیړنو کې دا هم معلومه شوې چې معده څنګه د انسانانو چال چلند، احساسات او ولږه کنترولوي؟

په دې هکله ابراهیم امیري په لندن کې له ډاکټر خسرو سنګروال سره چې د بي بي سي پښتو ویپاڼې لپاره لیکنې هم کوي غږېدلی او اول یې ترې پوښتلي چې د نویو څیړنې په اړه معلومات ورکړي.