په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ایرلنډ سره د افغانستان سیالۍ څنګه وې؟

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د لویو وچو ترمنځ د سیالیو په ترڅ کې د ایرلنډ له لوبډلې سره دوې سیالۍ وکړې.

دا سیالۍ څنګه وې؟ افغان لوبډله وځلېده که نه؟

له دې وروسته به افغان لوبډله له کومو لوبډلو سره سیالي کوي؟

دا او ځینې نورې پوښتنې ابراهیم امیري په دبلېن کې د افغان لوبډلې له منېجر شفیق ستانکزي نه کړي دي.

نوموړی په پیل کې په دې غږیږي چې د ایرلنډ له لوبډلې سره سیالۍ څه ډول پلان شوې وې او څنګه وشوې؟