په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستانی وګړی د خپلې لور په ژوندۍ ښخولو نیول شوی

په پاکستان کې پوليسو هغه وگړى نيولى چې خپله نوې زېږېدلې لور يې د معيوبيت له امله، ژوندۍ خښه کړې وه.

دا په پاکستان کې له نجونو سره د تبعيضي چلند تر ټولو ناوړه بېلگه ده.

دا پېښه په پنجاب کې شوې او د سيمې د پوليسو يوه افسر خبريالانو ته ويلي چې نجلۍ د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې زېږېدلې وه.