په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"وسله وال مخالفين پر سرحدی ولسواليو د بريد تابيا نيسي"

د افغانستان د ختيځ کونړ او نورستان ولايتونو یو شمېر مخورو خبرداری ورکړی چې وسله وال مخالفين پر سرحدی ولسواليو د بريد تابيا نيسي.

دوی وايي که حکومت د مخالفينو د ځپلو لپاره اقدام ونه کړي، د دوی په خبره ښايي شمالي ولایتونه هم له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.

د کونړ او نورستان د سرحدي ولسواليو مشران وايي د پاکستان د استخباراتو تقاعد شوي افسران د افغانستان خاورې ته را اووښتي او له مالي پلوه د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي.

په دې هکله زموږ همکار سيد انور د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال دغه راپور چمتو کړی.