په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

علمي څېړنو لپاره به مهالنۍ وړیا شي

د برتانيا حکومت پر یوې داسې کړنلارې د کار کولو خبر ورکړی چې که چېرې پلې شي نو هغو مهالنیو ته به عامه لاسرسی وړیا کړي، چې علمي څېړنې او موندنې خپروي.

حکومت ژمنه کړې ده چې په دې پروژه کې به د کال ۵۰ ميلیونه پونډه پانګونه کوي، او علمي مهالنیو ته به یوه ټاکلې بیه ورکوي چې خپرونو ته یې عامه لاسرسی پراخ شي.

لندن ميشتى افغان ډاکتر خسرو سنگروال بي بي سي پښتو سره پر دې وغږېده چې د دې کار گټې به علمي موسساتو ته څه وي؟