په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: طالب ضد ولسي پاڅون گټې او زيانونه؟

په تېره نژدې موده کې د افغانستان په بېلا بيلو سيمو کې طالب ضد پاڅونونه پيل شوي دي.

د دغو پاڅونونو لړۍ د غزني ولايت د اندړو له ولسوالۍ نه د ښوونځيو، بازارونو او کلینیکونو د تړلو په غبرگون کې څو اوونۍ وړاندې پيل شوې ده.

دا اوونۍ ستاسې غږ پروگرام کې پر دې خبرې وشوې چې د طالب ضد روانو پاڅونونو تر شا لاملونه څه کېدي شي، ولسي نارضايت، ځايي مليشې، په خپله د طالبانو تر منځ اختلافات او که پر ١٩٩٤ کال کې د طالبانو غورځنګ د پیل په څیر د يوه بل نوي حرکت ټوکيدل دي؟

د دې موضوع په اړه ستاسې برېښنالیکونه او د فیسبوک پیغامونه دلته لوستلی شئ.