په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: عربي نړۍ کې د روژې دودونه

د انځور حقوق AP
Image caption د روژې په پيل سره عربي نړۍ کې هم دودونه ځانګړې بڼه غوره کوي

د روژې مبارکې مياشتې په پيل سره عربي نړۍ کې هم دودونه ځانګړې بڼه غوره کوي.

په تېره بيا له روژه ماتي وروسته د خلکو تر ټولو ډېرې بوختيا وسيله ټلوزيون وي.

له تفريحي پروګرامونو نيولې بيا تر سياليو، موسمي ټلوزيوني ډارمو او ان ادبي کلتوري پروګرامونو پورې هره ټلوزيوني شبکه د ځان لپاره ځانګړي پروګرامونه او مهالوېشونه ټاکي.

د رمضان يا روژې مياشتې ډرامو کې ځينې پر تاريخي په تېره بيا دينې څېرو راڅرخي.

سږ کال پر ځينو ټلوزيونونو د (عمر) په نامه يوه ډرامه خپرېدونکې ده، چې د اسلام د دوهم خليفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه د ژوند کيسه کوي.

دغه ډرامه د (MBC) ټلوزيوني شرکت د قطر ټلوزيون په همکارۍ جوړه کړې او تر ټولو ستر لګښت عربي ډرامه بلل کېږي.

ډايرېکټر يې د سوريې حاتم علي دی، چې پخوا يې هم ورته تاريخي ډرامو لارښوونې هم کړې دي.

د (MBC) ټلوزيوني شرکت اټکل کړی چې د دغې ټلوېزيوني ډرامې د کتونکيو شمېر سل ګونو مليونو ته ورسېږي، او وايي تر اوسه د اندونيزيا او ترکيې دوو ټلوزيوني چنلونو هم د (عمر) ډرامې خپرولو لپاره له (MBC) سره اجازه ليک لاسليک کړی دی.

که څه هم يو شمېر اسلامي پوهانو د (عمر) ډرامې د ليکنې په کتنه د دغې ډرامې له جوړېدو سره هوکړه کړې خو د سعودي او مصر په څېر نورو هېوادونو کې يې بيا له خپرېدو سره مخالفتونه ښوول شوي دي.

افغان خبريال الهام ياسيني چې په روژه کې يې د عربي رسنيزو پروګرامونو څارنه کړې، اوسمهال په دوبۍ کې دی. دی راسره په پېلوځي کې په روژه کې پر عربي دودونو او ټلوزيوني پروګرامونو خبرې کوي.

د بوش هاوس کيسې

د انځور حقوق .
Image caption بي بي سي نړيوالې څانګې څه د پاسه ۷۰ کاله له بوش هاوس خپرونې کولې.

(Tales from Bush House) يا د بوش هاوس کيسې، په انګرېزۍ ژبه د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو کې له چاپه روتلی دی.

دا اوونۍ د دغه کتاب مخکتنه د بي بي سي نوې ودانۍ (بروډکاسټنګ هاوس) پنځم پوړ نړيوالې څانګې په تالار کې وشوه.

د بي بي سي نړيوالې څانګې له بوش هاوس ودانۍ په تېرو څه د پاسه ۷۰ کلونو کې په بېلابېلو ژبو خپرونې کړې، او اوس د همدغو ژبو د کارکوونکيو يادونه په ليکلې بڼه د بوش هاوس کيسې په نامه دغه کتاب کې راغونډې شوې دي.

د مخکتنې غونډه کې د دغه کتاب د منځپانګې ځينې بېلګې ولوستل شوې.

د پښتو څانګې پخوانۍ همکاره او د بي بي سي ژورنالېزم پوهنځي نجيبه لېمه، چې څو يادونه يې په کتاب کې راغلي، او مخکتنې ته هم راغلې وه، د بوش هاوس کيسې په اړه له پېلوځي سره خواله کوي.

د کونړ زلميانو ترنمي مشاعره

دا اوونۍ په کونړ کې زلمي شاعران په يوه مشاعره کې راغونډ شوي وو. کونړي زلميانو په اغېزناکو ټکيو سربېره خپل شعرونه په ترنم هم سينګار کړي وو، چې په هسکو غرونو کې يې انګازې کولې.

خو کونړي شاعران د مشاعرې لپاره د مناسب ځای نشتوالي شکايت کوي. نعمت الله کرياب مو له دې مشاعرې خبروي.

د هرات ادبي غونډه

او دا اوونۍ په هرات کې د شاوخوا لسو ادبي او مدني ټولنو استازي په سيمه کی د پښتو ادبي بهير د پيل لپاره سره راغونډ شوی وو.

د غونډې د ګډون والو ټينګار پر دې وو چې له دې وروسته بايد د خپل سر او د جلا فعاليتونو پر ځای ټولې هغه ټولنې سره يو موټی شي چې د پښتو ژبې او ادبياتو د ودې لپاره کار کوي.

د غونډې دويمه برخه بيا مشاعرې ته ځانګړې شوې وه. محمد قاضی زاده مو پېلوځي کې له دغې غونډې خبروي.

د راجش کنا مړينه

دا اوونۍ د هند لومړی سوپر سټار راجېش کنا د خپل عمر په ۶۹ کلنۍ ومړ. کنا هغه مهال خپل نوم جوړ کړ، چې په يو لړ فلمونو کې يې مخکښ رمانټيک رولونه ولوبول.

د ده دغه فلمونه په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسيزو کې له پراخ برياليتوب برخمن وو. د خپل فلمي هسک پر مهال يې ۱۵ داسې فلمونه وړاندې کړل چې هماغه وخت يې تر ټولو ډېر مينه وال درلودل.