په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: د دوديزو جرگو د پريکړو اړخونه

ډيرى له دې نظر سره همغږي دي چې په قضا او محاکمو کې د فساد او بډو د شتون له کبله خلک دا غوره گڼي چې سيمه ييزو _ دوديزو جرگو ته لاړ شي

د ستاسې غږ په دې پروګرام کې پر دې موضوع خبرې وشوې چې د عدالت دغه دوديزې جرگې څنگه سټې دي، ولي خلک د حکومتي محاکمو پرځاى دغو جرگو ته مراجعه کوي، د دغو جرگو د پريکړو مثبت او منفي اړخونه څه دي او د لانجو د هوارولو په تړاو د دغو جرگو پريکړې څومره د افغانستان له شته قوانينو سره اړخ لگوي ؟