په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سمنګان کې د جنسي تېري په تور ملا نيول شوی

د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې د یوه جومات ملا امام د زبر زنا په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

پر ده تور دی چې د مرکز ايبکو په جومات کې یې پر یوې نجلۍ جنسي تیری کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي نیول شوی تن د پولیسو په ولکه کې دې او د پیښې په اړه ترې پلټنې روانې دي.

په دې اړه نور جزييات د سمیع الله موسی زي په راپور کې واورﺉ: